اعلانونه

د لارجورد لويي لاري د ارښت اړوند علمي کنفرانس ته د چمتوالي غونډه ترسره سول

هلمند پوهنتون: ۱۰/۱۰/۱۳۹۷

د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو داداري او هلمند ولایت د مقام سره په همږغۍ په راتلونکي اونۍ کي په پلان کي ده چه د لاجورد لويي لاري دارزښت اړوند د هلمند پوهنتون په انګړکي  یو علمي کنفرانس تر سره سي ، دي موخي ته درسیدو لپاره  په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون د رهبري پلاوي او استادانو ترمنځ لمړی  یوه تدابیري غونډه ترسره سول،په یاده غونډه کي د نوموړي کنفرانس د ښه ترسره کیدو په موخه پریکړه وسول چه یاد کنفزانس کي به د هلمند ولایت په کچه ټولو لیکوالانو او مینه والو ته بلنه ورکول سي ترڅو د یادي لویي لاري د اقتصادي،سیاسي،ستراتیژیک اونورو برخو د ارزښت اړوند خپل چمتو سوي مقالي وړاندي کړي

د پورته غونډي به تعقیب په ۱۰/۱۰/۱۳۹۷ نیټه دهلمند پوهنتون د رهبري پلاوي ،په هلمند ولایت کي د شته خصوصي پوهنتونو ، اقتصاد، معدن، تجارت او صنایع او کرنی ریاستونو د استازو ترمنځ  مشورتي غوڼده ترسره سول،په یاده غونډه کي بیلابیل وړاندیزونه او نظریات مطرح سول او همدارنګه په یاده غونډه کي د کنفرانس پرڅرنګوالي او ښه ډول ترسره کیدو هراړخیزبحث ترسره سو،د غونډي په پایله کي په دي باندي موافقه وسول چه ټولي اړونده اداري به د یاد کنفزانس لپاره یو شمیر علمي مقالي چمتو کوي نوموړي مقالي به د یو تخنیکي پلاوي ترکتني او ارزوني وروسته په هغه کنفرانس کي ارائه کیږي کوم چه په ډیرنژدي راتلونکي کي به په هلمند پوهنتون کي ترسره سي

د هلمند پوهنتون په انګړکي د هلمند پوهنتون درهبرۍ،خصوصي پوهنتونواو اړونده سکټوري اداروداستازو ترمنځ د تدابیري غونډي څنډه

د هلمند ولایت د قلم خاوندانو او په یاده برخه کی مینه والو څخه هیله کیږی، که د موضوع اړوند غواړی مقالی ترتیب او په یاد علمی کنفرانس کی یی وړاندی کړی، د هلمند پوهنتون د علمی معاونیت سره دی د همږغی په موخه په تماس کی سی

اړیکي: ۰۷۰۳۹۶۹۵۲۶ / ۰۷۴۹۵۰۹۶۴۵

mnaeemdost@gmail.com : ایمیل ادرس