اقتصاد

کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه

کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه په ۱۳۹۲ ل م کال کي فعالیت پیل وکړی، کرنیز اقتصاد اوترویج څانګه تل هڅه کوي خپلي کړني په وخت اړوندې ادارې ته واستوي، ددې څانګي ټول غړي تل هڅه کوي، چي په پوهنځی کي نظم حاکم کړي

تل هڅه کوو چي دڅانګي نوبتي غونډي، دپوهنځي علمی شورا، دپوهنتون علمي شورا او دتضمین کیفیت دمادو په اساس داستادانو دتدریس اودڅانګي د اداري کارونو مخته وړل

کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه درې تنه استادان لري، چي یو یې د دوکتورې په کچه زده کړي لري او نور دوه یې دماسټرۍ په زده کړه بوخت دي

لرلید (Vision)

د کرنیزاو ترویج د څانګي استادان عقیده دي، چي دا څانګه به په یو داسي څانګه بدله او لوړه کړي ترڅو دکرنیز ترویج او کرنیز اقتصاد په مختلیفو برخو لکه کرنیزي احصایي، کوچنی اقتصاد، لوی اقتصاد، کوپراتیفونه ، دکرنیز تمویل مدیریت، دکرنیز محصولاتو بازارموندنه او نورو اقنصادي برخو کي په کار پوه او مسلکي کادرونه وروزي او ټولني ته یی د خدمت په منظور وړاندي کړي

له دې لاري به هیواد کي د بیکاری کچه ټیټه، د کروندګروعاید لوړ او د هیواد د کرهڼي په پرمختیا او د کورني او ملي اقتصاد په پیاوړتیا کي به ډیر اغیزمن او روښانه رول ولوبوي او دنړیوالتوب پروسې (Globalization) ته د داخلیدو د ټولوچلنجونوسره به مبارزې توان ولري

رسالت (Mission

د کرنیزاقتصاد او ترویج څانګه دنورو تحصیلي څانګو ترڅنګ تل هڅه کوي ترڅو د زده کړي او څیړنو یو پرمختللی  چاپیریال چي په پرمختللي اوعصري ټکنالوژی سره سمبال او د علمي، تدریسي او اداري پرسونل د ورځنیو چارو دښې اجرا او دمحصلانو او کروندګرو لپاره د زده کړو او څیړنو داسي یو مرکز وي چي په هغه کي ټول اکاډمیکي اسانتاوي لکه معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژي، لابراتوارونه ، نوي چاپ سوي کتابونه او د څیړونو ټول  امکانات شتون ولري

دکرنیزاقتصاد اوترویج څانګه زده کړي اوڅیړونو ټول امکانات درلودل چي ټول پرسونل ورته لاس رسی ولري

دڅانګي لومړنی اوبنسټیز رسالت تشکیلوي او هم د نوي او پرمختللي ټکنالوژی څخه د استفادې لپاره وړ د لوړو زده کړوکادرونه چي ملي اونړیوال حیثیت ولري موجود وي

موخه (Goal)

ددې څانګي اصلي موخه په عملي اونظري توګه د محصلینوعیارول دي، په عصري ټکنالوژی سره ترڅود عصري ټکنالوژی په پوهاوي سره محصلین اوزمونږ کروندګر وکولای سي چي عنعنوي کرهڼه په عصري کرهڼي تبدیله کړي

ددې څانګي په وسیله محصلین کولای سي، چي په لیري کلیوالي سیمو کي کروندګر دمالداری او دنورو نباتاتو په برخه کي دکرکېلي د نوي اوعصري ټکنالوژی سره اشنا کړي

همدارنګه دا څانګه کولای سي، چي د کرني په سکټورکي رغنده ورل ولوبوي، یعني د ادارې اصلاحات مامورینو ته د ورکشافونو ورکول ترڅو مامورین وکولای سي، چي په لیري پرتو سیمو کي نوي نظریات او نوې ټکنالوژي معرفي کړي

ددې څاني بله موخه د کرني دومداره رشد او د کروندګرو د ژوند د سطحي لوړوالی دی او همدارنګه د ملي  اقتصاد او کدرونو پیا وړتیا ده

نوټ: فعلا دکرنیز اقتصاد او ترویج څانګي فعالیت بند دی ځکه چي استادان یې بهرنیو هیوادنو ته د زده کړو لپاره تللي دي