انجینري

د انجنیری پوهنځی پیژندنه

د انجنیری پوهنځی د هلمند د لوړو زده کړو موسسې تر تاسیس درې کاله وروسته په ۱۳۹۰ ل کال د دوو څانګو (سیول او د اوبو او چاپيريال انجنيرۍ) په درلودلو تأسیس او په ۱۳۹۱ ل کال يې د ۹۵محصلینو په درلودلو سره  د لومړي ځل لپاره په تدریس پیل وکړ. یاده پوهنځی ۱۶ تنه رسمي استادان لري چي د دې ډلي څخه یې ۷ تنه په داخل او خارج (ترکیه، هندوستان، جاپان او ايران) کښي د دوکتورا او ماسترۍ په لوړو زده کړو بوخت دي او ۹ تنه چي ۱ ډاکټر، ۶ ماستران او ۲ تنه یي لیسانس دي، تدریسي بهیر پر مخ بیايي. يادي پوهنځی د تأسيس څخه تر (۱۳۹۷) پوري (۱۵۲) تنه فارغين ټولني ته وړاندي کړي دي

لرلید

د انجيری پوهنځی اداره هڅه کوي چي په ښه کیفیت سره انجنیري زده کړي، علمی څیړني او ټولنیز چوپړونه د سيميزو او نړیوالومعیارونو په نظر کي نیولو سره مخته یوسي

رسالت

د انجنیری پوهنځی په دواړو څانګو کي تل هڅه کوي چی محصلین په ښه کیفیت سره وروزي، ترڅو د ټولني د بدلیدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوګه سي. په علمي څیړنو کي ښه والی او پرمختګ د پوهنځی د ماموریت دپاره اړین دي او په منظمه توګه د خپلو مهارتونو او کیفیت د لوړولو دپاره هڅه کوي. پوهنځی د ډیر ښه زده کړېز چاپیریال د تيارولو د پاره کوښښ کوي او د خپلو محصلینو، کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ او متقابل احترام روحیه هڅوي. د انجنیري پوهنځي اخلاقی اعمالو او د ټولني په وړاندي مسؤلیت ته لومړيتوب ورکوي