اګرانومي

د اګرانومي څانګي پیژندنه

اګرانومي څانګه چي دکرهڼي پوهنځي له مهمو او اساسي څانګو څخه شمیرل کیږي، د لسانس دوره يې( ۸) تحصيلي سمسترونه دي، چي هر سمستر يي د کريډيټ په ډول په (۱۶) اونیو کي  تطبيق کيږي، چي په ټوله کي (۱۴۳) کريډيټونه، (۶۸) يې تخصصي (۵۶) يي اساسي(۲) علمي سيمينارونه او (۱۷) پوهنتون شموله عمومي درسونه دي

د خپلي ټولني لپاره يې (۶) دورې ريښتيني فارغين په پوره صداقت وړاندي کړيدي خدمت به يې د افغانستان تر بقا پوري دوام  ولري

اګرانومي څانکه په خپل تشکيل کي (۱۱) تنه کادري استادان لري، چي (۳) تنو يې ماسټرۍ تکميل کړي، (۵) تنه د ماسټرۍ په جريان کي دي، (۳) تنه يي ماسټرۍ ته کانديد او په نږدي وختونو کي انشاءالله روان دي

اګرانومي (AGRONOMY)

اګرانومي (Agronomy) د یوناني ژبي له دوو کلمو څخه (Agros په معنی د کروندې او Nomos په معنی د تنظیم) اخیستل سوې ده، چي په عمل کي د ساینسي علومو هغه برخه بلل کیږي چي د ښه او باثباته غذا د تولید او د خاوري د مدیریت سره سرو کار لري

په بل عبارت اکرانومي د څو ساینسي علومو لکه کیمیا، بیولوژي، جنیټیک، خاوره پوهنه او اقتصاد د ترکیب څخه عبارت ده، چي ټوله په یو ځايي ډول د بشریت د هوسایني لپاره کار کوي

اګرانومیسټ (AGRONOMIST)

د خاوري او نبات هغه متخصص ته ویل کیږي، چي د ټکنالوژۍ او علمي څیړنو پر بنسټ په کرنیزو عملیو کي نوښت او پرمختګ راولي، نه یوازي دا چي دکرهڼیزو محصولاتو اندازه لوړه کړي بلکه ترڅنګ يي د ناروغیو او افتونو کنټرول او د خپل چاپیریال ساتنه هم وکړي

ليرليد (VISION)

د سيمي په کچه د کرني په سکټور کي د مسلکي کادرونو روزل ترڅو د همېشنيو کرنيزو محصولاتو له لاري، په کافي اندازه غذا توليد او په همدې سکټور کي د کاري فرصتونو کچه لوړه سي، چي په دې کار سره به مو هم غذا توليد کړې وي او هم به مو د کاري فرصتونو له لاري د خپل هيواد په ملي اقتصاد او سوله کي ګام اخيستي وي

رسالت (MISSION)

اګرانومي څانګه هڅه کوي داسي يو پرمختللي او په عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي، تدريسي او روزنيز چاپيريال رامنځته کړي، چي څيړنيز او تحصيلي پروګرامونه يې و محصلينو او کروندګرو ته اسانتياوي برابري کړي

هدف (GOAL)

په ملي او سيمه ايزه کچه د هيواد د کرهڼيزي پراختيا په خاطر د يو معياري علمي او تدريسي بهير رامنځته کول او په لوړه سطحه د علمي کادرونو روزل