بیولوژي

د بیولوژي څانګي پيژنده

دا چي د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي د ښووني او روزني پوهنځی په ۱۳۸۸کال کي د بیولوژي څانګي په شمول د شپږو څانګو په درلودلو سره منظور سوې او په ۱۳۹۴ هـ ش کال کي د بیولوژي څانګي په فعاله کیدو سره د ښووني او روزني پوهنځی دبیولوژي څانګي فعالیت په اداری، تدریس او اکاډمیکو چارو سره پیل کړ. چي په ۱۳۹۸ کال کي به لومړی دوره فارغین ورکړي

د بیولوژي څانګه اوسمهال شاوخوا (۱۳۷) تنه زده کړیالان لري، چي له دې جملې څخه (۱۹) تنه ښځینه (۱۱۸) تنه یې نارینه دي، چي د (۳) تنو رسمي استادانو له خوا یې د تدریس چاري پرمخ بيول کېږي، همدارنګه د بیولوژي څانګي لپاره یو کادری بست ورکړل سوی دی، چي د ازاد رقابت له لاري به ورته کاندید انتخاب سي، چي د رسمي استادانو  ترڅنګ یې (۲) تنه افتخاري استادان یو یو مضمون تدریس کوي. د افتخاري استادانو ستونزه به د رسمي استادانو په درلودلو سره حل سي او ټوله تدریسي چاري به د رسمي استادانو له خوا سرته رسیږي

. د بیولوژي څانګه په اوسني وخت کي ( ۸ ) فعاله کمېټې لري، چي عبارت دي له : (تضمین کیفیت کمیټه، د نظم او دسپلین کمېټه، چاپيریال ساتني کمېټه، دفساد پر وړاندي دمبارزې کمېټه، ازمویني کمېټه، کرېکولم کمېټه، شکایاتو کمېټه) څخه

لرلید

د بیولوژي څانګه هڅه کوي چي د ساینس اړوند په علمي او عملي برخو کي په کارپوه کادرونه ټولني ته دښوونیز او روزنیز بهیر دښې پراختیا په منظور وړاندي کړي

رسالت

د دې څانګي کوښښ دادی چي یو داسي ښوونیز، روزنیز او څیړنیز ماحول رامنځته کړي، چي تحصیلي پروګرامونه یې محصلینو او ښوونکو ته په علمي، لابراتواري اوساحوي برخو کي لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي

موخه

د څانګې ټول علمي او اداري فعالیتونه داسي معیاري کول، چي څانګه وکولای سي په ښه کیفیت سره علمي کادرونه وروزي، چي اسلامی ارزښتونو او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وی

بیولوژي څانګه هڅه کوي ترڅو د ژوندیو موجوداتو دارزښت اړوند په معیار برابر کادرونه وروزي، چي ملی ګټو ته ژمن او د هیواد دپروختګ وسیله وګرځي

د افغانستان د لوړو زده کړو ستراتیژیو ته ژمنتیا

د سیمینارونو او کنفرانسونو دايرول او د انساني سرچینو د ظرفیت لوړول

په هیواد کي د پوهي سطحه لوړل

محصلینوته د هیواد څخه بهر د زده کړو زمینه

بیولوژي په برخه کي د علمي کادرونو روزل

فارغ محصلینو ته په دولتي او غیر دولتي ادارو کي د کار زمینه برابرول

غوره ارزښتونه

اسلامي روحیه
ملي ګټي
انساني کرامت
ادارې ته وفاداري
صداقت
مسلکي کیدنه