د رئیس پیغام

د هلمند پوهنتون د رئيس پیژندنه    

ښاغلی محمد سورګل «عبدالرحمن» د متقاعد ډګروال محمدغوث زوی دی، چي په ۱۳۵۸/۵/۲۳ نېټه د کابل ښار د کارته نو په عسکري فامیلیو کي نړۍ ته راغلی دی. خپلي لومړنۍ او منځنۍ زده کړي یې د سید نور محمد شاه مېني د ذ کورو په منځني ښوونځي او د ثانوي زده کړو د فراغت سند یې د شهید غلام محمد نیازي د لېسې څه تر لاسه کړ. ښاغلی محمد سورګل «عبدالرحمن» په کال ۱۳۷۹ کي د کانکور له لارې د کندهار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی  سیول څانګي ته بریالی او خپلي لوړي زده کړي یې په نوموړي پوهنځی کي پیل کړې. د پوهنتون په دوره کي یې د انګلیسي ژبي د زده کړي او مسلکي برنامو تر څنګ د کمپیوټر د  اداري او مسلکي لازم پروګرامونه تعقیب او په ۱۳۸۶ کال کي د نوموړي پوهنځی څخه په لومړۍ درجه فارغ سو.
 د فراغت وروسته یې د خپلي شخصي علاقې او ادارې په غوښتنه په همدې څانګه کي د استادۍ دنده په ۱۳۸۷/۲/۱۱ نیټه پیل کړه. د استادۍ د دندي تر څنګ یې شا او خوا دوه کاله د کندهار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی د ریاست چاري په غاړه وې. په ۱۳۹۱ کال کي یې د تایلڼډ په Asian Institute of Technology (AIT) د سیول څانګی په سټرکچر کي د ماسټرۍ دوره پیل او په ۱۳۹۳ کال کي یې د ماسټرۍ پړاو پای ته ورساوه.
د هلمند د لوړو زده کړو د مؤسسی د استادانو او د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په غوښتنه په ۱۳۹۳/۶/۱۵ نېټه د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د همدې مؤسسې د ریاست چاري وروسپارل سوې او تر اوسه پوري په همدی دنده کي بوخت دی.