د علمي څیړنو د کمیټې پیژند ګلوي

سريزه

څیړني داسي یو کړني دي چي د نړۍ په کچه د ډیرو غټوستونزو لپاره ېې د حل لاري موندلي دي ځکه نو ویلای سو چي یوه سیستماتیکه کړنه ده، چي د یوي ستونزي یا مشکل د حل له پاره په علمي ډول ځواب ویل کیږي او یا په دلایلو سره د حقایقو موندل او لاسته راوړونو ته اویل کیږي، د نړۍ اوسنۍ پرمختللې بڼه هم د همدي څیړنو او نویو پلټونو له برکته ده، ډیر داسي موضوعات او ستونزي په ځای پاته  وي چي تراوسه ېې حل نه ووموندل سوی خود مبفتکرو اشخاصو کوښښونواو هڅو هغوته مناسبه لاره چاره موندلې ده، ځکه نو باید ووایو چي د هرهیواد او ټولني د پرمختګ او ښیرازۍ غوره بنسټ علمي څیړني اوتحقیات جوړوي. څیړني د یو ټولني سته استعدادونه راژوندي کوي اودې ته لاره همواروي چي هروګړی، خپل فکراواستعداد وازموېي او دا هڅه وکړي چه څه ډول د ستونزو د منځه وړلو لپاره خپل علمي مسؤلیت ادا کړي. په یو ټولنه کي لومړی دا اړینه ده چي د څیړنو دود رامنځ ته سي او تر څنګ ېي هغه امکانات او اسانتیاوي چي د څیړنو لپاره اړیني دي چمتو سي، ترڅو یو مناسب چاپیریال د یادو فعالیتونو لپاره رامنځ ته سي. د اچي څیړني د یو اکاډمیک مرکزاساسي بنسټ تشکلوي ځکه نو هلمند دلوړو زده کړو مؤسسه د خپلو کارکوونکو لپاره د څیړنیزچاپیریال په رامنځ ته کولو کي هیڅ ډول هڅه نه سپموي او د توان تر بریده کوښښ کوي ترڅو ددي هدف په لاسته راوړلو کي مخکښ واوسي

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۳۹۷ هـ ل کال په پیل کي د هغو استادانو په مټ چه په بهرکي ېي د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچي لوړي زده کړي ترلاسه کړي وې، یاده کمیټه ایجاد کړه او په ډیرکم وخت او د ډیرو کمو امکاناتو او اسانتیاوو په درلودلو سره ېي د مؤسسې په کچه د څیړنو اړوند د پام وړ لاسته راوړني درلودلي دي، له نیکه مرغه اوس زموږ یو زیات شمیر استادان او حتی محصلان هم ددې جوګه دي چي یو څیړنیزه موضوع په ډیر ښه ډول په مخ یوسي او ترسره ئي کړي

هلمند دلوړو زده کړو مؤسسه په دې هڅه کي ده، چي ټول استادان او محصلین وهڅوي ترڅود خپلو څیړنو لپاره داسي موضوعات وټاکي چي نه یوازي د یو علمي اثرپه توګه وپیژندل سي بلکه د ټولني سته ستونزو او مشلاتو ته هم جوابویونکي واوسي او په دې ډول د مؤسسې مثبت اغیزپه ټولنه کي خپور سي، چي د ټولني وګړي په دې باوري سي چي علمي مرکزونه دي،  چي د ټولني مشکلاتو ته په ښه ډول رسیده ګي کولای سي

د څیړنیز مرکز پيژندنه

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې څیړنیز مرکز  د علمي چارو د معاونيت ترمستقیم نظارت لاندي د لوړرتبه استادانو څخه تشکيل سوي کمیټې په چوکاټ کي په ۱۳۹۷هـ ل  کال په فعاليت پيل وکړ. د اوس لپاره ئې په رسمي تشکيل کي کوم کس ندی مقررسوی خو د یوتن استاد چي د دوکتورا تر کچي ېي د کرهڼي د اقتصاد په څانګه کي زده کړي بشپړي کړي او ورسره یادي کمیټې له لوري چاري مخ ته وړل کیږي

رسالت

د مؤسسې په کچه د څیړنو معیاري کول او دهغوی لپاره هراړخیزامکانات او اسانتیاوي برابرول او همدارنګه استادان هڅول تر څو داسي  څیړنیزي فعالیتونه ترسره کړي چه ملي او بین المللي اعتبارولري

لرليد

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې دا څیړنیزمرکز به د ټولني او هیواد په کچه د ستونزو د حل غوره مرکز وي او فعالیتونه به ېي په مستقیم او غیرمستقم ډول د ټولني د هوسایني او پرمختګ لپاره اغیزمن ګام وي

موخي

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې دي مرکز ته وده او انکشاف ورکول او د چارو د لاښه سمبالښت په موخه ئي د اړینو امکاناتو او اسنتیاوو برابرول

ارزښتونه

  ټولنیز، محیطي، اسلامي او بشري ارزښتونو ته درناوی

د مؤسسې په کچه د څیړنو ترویجول

 مسئوليت پېژندنه

 د کارکوونکو ترمنځ د ګډکارکولو روحیه راژوندی کول

  د استعدادونو راټوکول، غوره فکر، نوښت او مثبت بدلون ته وده ورکول

دندي

د څیړنو د طريقو سره د اشنا کیدو په موخه د پوهنتون په کچه منظم مجلسونه او ناستي دايرول او څیړنيزي هڅي تشويقول

د پوهنتون د اړوندو ادارو په مرسته د څېړونکو له پاره د څيړنو ممکنه زمينه برابرول

د دولتي او غير دولتي ادارو سره د نافذه اصولو په رڼا کي ښې اړيکي ساتل

د څیړونکو د ښې ګټي اخستني په موخه د کورنيو او باندنيو سرچينو څخه د څېړنو اسناد او راپورونه تر لاسه کول

د لوړو زده کړو وزارت د نشراتي تګلاري په رڼا کي د علمي مجلې او نورو نشراتو په واسطه د عامه پوهاوي په خاطر د څیړنو د پايلو او نتيجو نشرول

د مرسته کوونکو څخه د دوی د پر له پسې مرستو د را جلبولو په موخه د وړاندي سوو پروژو له پاره د پروپوزلونو او وړانديزونو ليکل او ترتيبول

د ټولو هغو چارو سر ته رسول چي د وظيفې اړوند د مربوطه آمر له خوا نوموړي مرکز ته ور سپارل کیږي

د موجوده لابراتوارونو تجهیزول

د علمي څیړنو ډېرول، خپرول او د پوهنتون په علمي او نورو نړیوالو علمي مجلو (ژورنالونو) کي چاپول

روزل سوي استادان به مکلف وي چي و محصلانو ته ور وښيي چي په څه ډول خپلي صنفي پروژې، سیمینارونه، ګروپي کنفرانسونه، مونوګرافونه او نوري زده کړیزي پروسې د نویو څیړنیزو میتودونو په مرسته تر سره کړي او له دې لاري علمي څیړني او له نړیوالو څېړنیزو پایلو څخه ګټه اخیستنه په ټوله تحصیلي پروسه کي دود او عامه کړي

د علمي څیړنو سره همکاري پوهنځی

هلمند د لوړو زده کړو مؤسسي د څیړنو کمیټه د لاندی پوهنځیو سره کارکوي ترڅو د لاري ېي د مؤسسي په کچه څیړنیزفعالیتونه انسجام سي.

کرهڼي پوهنځۍ 

انجينري پوهنځۍ 

وترنري علومو پوهنځی

 

 

 

 

 

 

 

جدول (۲) هلمند د لوړو زده کړو مؤسسي د استادانو علمي اثار چي په ملي او بین المللي ژونالونو کي نشر سوي دي