د مسلکي پرمختيايي مرکز پېژندګلوي

پیژندنه

 د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تل هڅه کوي، تر څو د ټولني اړتياوو ته په کتو سره په ښه کيفيت سره مسلکي او په کار پوه کدرونه وروزي، په پوهنتونو کي د استادانو د مسلکي پوهي او علمي سويې د لوړولو لپاره اوږود مهاله او لنډمهال روزنيز پروګرامونه په لاره اچوي او د لوړو زده کړو په ټولو مؤسساتو کي ټولي هغه اسانتياوي برابري کړي، چي د ښه تدريس، زده کړو، څېړونو، ښې رهبرۍ او مديريت په برخه کي اړين وي
په تېرو څو کلونو کي په پوهنتونو او د لوړو زده کړو په مؤسساتو کي د پام وړ پرمختګونه ترسره سوي دي

د بیلګي په توګه

د کيفت د تضمين بهير رامنځته کېدل

د استادانو لپاره په بهر او کور دننه کي د ماسټرۍ، دوکتورا او نورو علمي څېړونو لپاره د علمي برنامو برابرول

د تدريس د کيفيت د ښه والي لپاره د (او بي اې- ایس سي ال) برنامو رامنځته کول

د نوي عصر د غوښتنو او پرمختګونو سره سم په تدريس او زده کړو کي له ټيکنالوژۍ څخه کار اخيستل (له لېري ځايه د زده کړو بهير پيلول)

په پوهنتونو کي د څېړنيزو مرکزونو رامنځته کول

خصوصي سکتور ته د لوړو زه کړو په برخه کي د فعاليت اجازه ورکول

او دې ته ورته نور ګڼ شمېر فعاليتونه ترسره سوي دي

د لوړو زده کړو زوارت نه يوازي داچي د استادانو د مسلکي پوهي د لوړو لو لپاره هلي ځلي کوي، بلکي د اداري او تخنيکي کارکوونکو او د اوسني تحصيلي سيستم د معياري کولو لپاره ئې يو بل مهم ګام هم اوچت کړی دی، چي هغه په پوهنتونو کي د مسلکي پرمختيايي مرکزونو (پي ډي سي) رامنځته کول دي
دغه مرکزونه به په تدريس او زده کړه، د ښې رهبرۍ او مديريت، څېړنو او نورراتيژيو ته په کتو او خپلي ستراتيژيکو ليوالتياوو په ټاکلو سره خپل لرليد، رسالت او موخي ټاکي او د خپل همدغه (لرليد، رسالت او موخو) په لاسته راوړلو کي به خپله پوره هڅه کوي.و تخينکي برخو کي د استادانو، اداري او تخنيکي کارکوونکو د مسلکي پوهي د لوړولو په برخه کي د لازمو مسلکي روزنيزو برنامو او امکاناتو په برابرولو، مديريت کولو، رسولو او ارزولو کي کار کوي
هلمند پوهنتون چي د هيواد يو له نو تأسيسو پوهنتونو څخه دی، الحمدلله ورځ تربلې د ودي او پرمختګ په حال کي دی، او تر يوه حده ښې لاسته راوړني هم لري

په هلمند پوهنتون کي هم د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کي د ( ۱۳۹۷) تحصيلي کال له پيل سره سم د پي ډي سي مرکز تشکيل او په خپل فعاليت يې پيل وکړ
د پي ډي سي مرکز د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون موخو او ست

لرليد

هلمند پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز به د هيواد په کچه د استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتياوو د پرمختيا يو مخکښ مرکز وي

رسالت

په تخصصي برخو کي د استادانو او کارکوونکو دهر اړخيزو او اړينو سرچينو په کارولو سره د لازمو او نويو مهارتونو، کړنو او ميتودونو انتقالول

موخي

په علمي او تخنيکي برخو کي د لازمو مسلکي پرمختګونو په اړه پوهاوي ته وده ورکول

د نويو پرمختګونو او تجاربو لېږدول

د تدريس، زده کړو او څېړنو د کيفيت لوړول

د ښه مديريت او ښې رهبرۍ مهارتونو ته لا وده ورکول

د روزنيزو پروګرامونو له لاري د عوايدو لاس ته راوړل

په ملي او نړېواله کچه د اعتبار لوړول

ستراتيژيکه لیوالتيا

له استادانو او کارکوونکو سره د هغوی د مسلکي وړتياوو د ودي په موخه له هغوی سره مرسته کول

د اړينو مهارتونو د لېږد لپاره د فرصتونو برابرول

د تحصيلي سيستم معياري کول

د پوهنتون د ستراتيژيک پرمختګ او برياوو لړۍ ګړندۍ کول

د پي ډي سي مرکز اداري جوړښټ

د پي ډي سي مرکز په (۱۳۹۸) کال کي د لاندي تشکيل په لرلو سره پيشنهاد او جوړ سو
دغه مرکز په خپل تشکيل کي يو مسؤل، مرستيال، دوه اداري او يو خدماتي کارکوونکی لري
له دې سره پي ډي سي مرکز يو مشورتي بورډل هم لري
د مرکز مرستیال او مشورتي بورډ به د پوهنتون په تشکيل کي د عملي کادر غړي وي، ترڅو وکولای سي چاري په ښه ډول سره مخته يوسي
د پي ډي سي مرکز اداري جوړښت په لاندي اورګانوګرام کي په تفصيل سره ښودل سوی او د دندو لايحې يې هم ورسره تشريح سوي دي

د روزنيزو پروګرامونو لپاره اوږد مهاله، کلني، شپږ مياشتني او مياشتني پلانونه ترتيبول

د پوهنتون علمي، ادراي او محصلانو چارو معاونيتونو، د پوهنځيو رئيسانو، د څانګو آمرينو او د مرکزونو د مسؤلينو سره په تفاهم په علمي، اداري او تخنيکي برخو کي د مسلکي روزنيزو برنامو جوړول

او که په راتلونکي کي  پوهنتون فيليال تحصيلي مؤسيسې لرلې نو له هغوی سره په اړونده برخه کي کار کول

د عوايدو ترلاسه کولو په موخه د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو، دولتي او غير دولتي ادارو ته روزنيز پروګرامونه دايرول

د پي ډي سي مرکز او روزنيزو برنامو د تمويل لپاره د کورنيو او بهرنيو مرستندويانو سره اړيکي ټينګول

د روزنيرو برنامو مديريت، ترتيبول، ثبتول، ارزول او د تصديق پاڼو ورکولو چاري مخ ته وړل

د پوهنتون استادانو ته د تدريس او زده کړي (او بي اې- ایس سي ال) څېړنو او رهبرۍ په برخه کي مسلکي روزنيز پروګرامونه تيارول

مسلکي روزنير کنفرانسونه (او بي اې- ایس سي ال ، څېړنو، برېښنايي زده کړي) په لار اچول او په هغوی کي اتل په ګوته کول.

د پوهنتون د اداري او تخنيکي کارکوونکو لپاره په اړوندو برخو کي لازم روزنيز پروګرامونه چمتو کول

د علمي برنامو او موادو د شريکولو لپاره د (سي ایم ایس) يا  د موادو (محتوا) د مديريتي سيستم کارول.

د علمي او مسلکي برنامو لپاره منظم ډيټابيس درلودل

د روزنيزو برنامو په پشپړېدو سره استادانو او کارمندانو ته د تصديق پاڼو ورکول

د روزنيزو برنامو ارزيابي کول

د پوهنتون علمي معاونيت ته په منظمه توګه راپور ورکول

د پي ډي سي مرکز دندي

د پي ډي سي د مرکز دندي په مسؤليت سره سرته رسول

د پوهنتون د موخو سره سم او د اړتيا مطابق لنډ مهاله او اوږد مهال پلانونه جوړل

د روزنيزو مسلکي پروګرامونو د عملي کولو مديريت کول

د مرکز د فعاليتونو په اړه د پوهنتون رهبرۍ ته په ځانګړي ډول عملي معاونيت ته راپور ورکول

د روانو پروګرامونو نظارت او څارنه

د مرکزي عوايدو د ترلاسه کولو لپاره هڅي کول او پلان جوړول

د پي ډي سي د پرمختګ او روزنيزو برنامو د تمويل لپاره د مرستندويو ادارو سره اړيکي ټينګول

د پوهنتون د رهبرۍ، پوهنځيو، څانګو او مرکزونو سره اړيکي ساتل

د پوهنتون دننه او بهر په اړوندو غونډو کي فعاله ونډه اخيستل

د مشورتي بورډ سره په مشوره د اړتيا وړ روزنيز پروګرامونه په ګوته کول او په کار اچول

د مشورتي بورډ د غړو د فعاليت فيډبک د پوهنتون رهبري ته ورکول

د پي ډي سي مرکز د مرسيتال دندي

د مرکز د دندو په سرته رسولو کي د مرکز د مسؤل سره مرسته کول

د کيفيت د لوړاوي د معيارونو سره سم د مرکز چاري برابرول

د مرکز د مسؤل د نه شتون په صورت کي د مرکز چاري سمبالول

د مرکز سره د روزنيزو پروګرامونو په نښه کولو او په لاره اچولو کي مرسته کول

د مسؤل سره د مرکز د عوايدو په لاس ته راوړلو کي مرسته کول

د مسؤل سره د رورنيزو پروګرامونو د راپور په جوړولو کي مرسته کول

د روزنيزو پروګرامونو څارنه کول

د اداري کار کوونکو دندي

د بشري سرچينو د کاري لايحې مطابق دنده سرته رسول

د روزنيزو پروګرامونو لپاره لوجيستکي اسانتياوي تنظيمول

د روزنيزو پروګرامونو اسناد ساتل او پروسيس کول

اداري چاري مخته وړل

د غونډو منشيتوب کول

د مشورتي بورډ پېژندنه

پي ډي سي مرکز يو مشورتي بورډ لري، چي د مرکز د رسالت په پوره کولو کي مرسته کوي، د دې مشورتي بورډ موخه د مسلکي روزنيزو برنامو لپاره (د مرکز مسؤل ته) لارښوونه او مشورې ورکول دي
د بورډ غړي د اوسني عصر سره سم، د اړتيا مطابق د پوهنتون موخو ته په کتو د لازمو روزنيزو پروګرامو وړانديز کول، ترڅو په اړونده ساحه کي مسلکي پوهه لوړه او د وخت سره سم ظرفيت لوړونه وسي
د بورډ غړي به د تدريسي او زده کړو د نويو ميتودونو، رهبرۍ او مديريت، څېړونو او نورو اړخونو کي پوه، ماهر او مسلکي اشخاص وي، ترڅو وکولای سي د روزنيزو پروګرامونو په پلانولو، لومړيتوب ټاکلو او ارزولو کي ښه رول ولوبوي او دمرکز د پرمختګ سبب سي

د مشورتي بورډ غوراوی

د مرکز مشورتي بورډ د پوهنتون د رياست او علمي معاونيت په پيشنهاد او د پوهنتون د علمي شورا په تائيد ټاکل کېږي
دغه بورډ پنځه يا اووه غړي لري، چي هر يو يې بايد پا ځانګړو برخو کي پوره مسلکي وړتيا او تجربه ولري او وکولای سي، چي د مرکز د رسالت په برخه کي په پوره کولو کي پوره ونډه واخلي

د مشورتي بورډ دندي

د مرکز په غونډو کي منظم ګډون کول

د مرکز د ستراتيژيک او عملياتي پلانونو په جوړولو کي د پوهنتون د لرليد، رسالت، موخو او ستراتيژيو سره سم په اړوندو برخو کي خپله پوهه او مشورې شريکول

په پوهنتون کي د ښې رهبرۍ، مديريت، تدريس، زده کړو او تخنيکي چارو د پرمختګ او مسلکي کېدلو لپاره د روزنيزو برنامو د پلان کولو په برخه کي مشورې ورکول

د روزنيزو برنامو څارنه کول او په اړه يې خپل نظريات او وړانديزونه د مرکز سره شريک کول