د هلمند پوهنتون یو بل ویاړ او د پر مختګ پر لور بریالی ګام

هلمند پوهنتون په ۳۰/۶/۱۳۹۷ نیټه یوځلي بیا خپلي ټولني ته د پوهي او زده کړي په ګاڼه سمبال ځوانان وړاندي کړل. دغه شانداره او پراخه غونډه چي دهلمند پوهنتون په انګړ کي د هلمندوالي، بیلابیلو ادارو رئیسانو او سلګونو ولسونو په ګډون ترسره سوه، پوره ۴۱۷ تنه د لېسانس زده کړو د بشپړیدلو څخه وروسته خپلي ټولني ته وړاندي کړل، دا د یاد علمي کور (پوهنتون) اوومه دوره فارغین وه، چي د هیواد د ښې راتلونکي او پرمختګ په موخه یې  د خدمت کولو چانس ورته چمتوکړ
د هلمند پوهنتون ریئس پوهنیار عبدالرحمن سورګل د غونډې برخه والو ته وویل: دغه محصلين د څلور پوهنځيو په لس بېلابېلو رشتو کي روزل سوي دي، چه نن به خپلي ټولني اوهیواد ته د خدمت په موخه وړاندي سي
هغه زياته کړه، سږکال همدې پوهنتون ته شاوخوا زر تنه نور نوي محصلين هم بريالي سوي دي، د هلمند پوهنتون ادارې د استادانو د ظرفيت لوړولو سربېره د ودانيزو چارو ترڅنګ محصلينو ته ګڼي اسانتياوي برابري کړي دي
نوموړي وویل چي په ډیرنژدي راتلوونکي کي به د دوه ودانيزو پروژو ترڅنګ د دوه نيم لکه امریکاېي ډالرو په ارزښت د يوه معياري لابراتوار توکي هم را ورسېږي

د هلمند پوهنتون فارغ محصل عبدالستار خالد د ټولو فارغينو په استازيتوب د خپلو خبرو پر مهال له ياد پوهنتون او استادانو مننه وکړه او خوښي يې وښوده، چي همدغو محصلينو سره له ډېرو ستونزو په برياليتوب سره دغه دوره پای ته ورسوله
د ولايتي شورا رئيس عطاوالله افغان بيا محصلينو ته په خطاب کي وويل: دولت تاسو ته د زده کړو ښه زمينه برابره کړې ده، نو پکار ده چه له دې موجوده فرصتونو لويه ګټه واخيستل سي


د هلمند والي جنرال ياسين خان وويل: چي د اوسني پېر تر ټولو لويه غوښتنه علم کول دي، موږ پر دې سربېره چي په دوامداره جګړو کي ښکېل يوو، خو همدا علم او تعليم دی چي زموږ راتلوونکی به سم لور ته بيايي او هم به مو د سيالانو سره سيال کوي
هلمند والي زياته کړه: موږ په تمامه معنا پدې باندي جدي کار کوو، چي هلمند پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وکړو، که هغه د ودانيو په برخه کې وي، که د درسي امکاناتو او ياهم نورو اسانتياو په برخو کي، چي همد اوس هم ددې پوهنتون د انجينرۍ پوهنځی ترڅنګ د ليليې او خوړنځای ستري ودانيزي پروژې تر کار لاندې دي، چي په جوړېدو سره به يې د محصلينو لپاره يو لوی تحول رامنځته سي

وروسته د ویناوالو له خبرو فارغ سویو محصلینو ته د هغوی د څلورکلنې دورې اسناد ورکول سوه، تر څو یې په ټولنیز ژوند کي له امتیازه برخمن سي. یاد ۴۱۷ محصلین چي له څلورو پوهنځیو او بېلابیلو څانګو فارغ سوه، ۳۸۹ تنه یې نارینه او ۲۸ تنه یې ښځینه محصلیني وې

هلمند پوهنتون ۲۸ تنه محصلین له وترنری پوهنځی، ۶۳ تنه له انجینری پوهنځی  سېول څانګي، ۱۱۲ تنه له کرهڼي پوهنځی، چې ۴۶ تنه یې له اګرانومي څانګي، ۴۱ تنه یې له هارتیکلچر څانګي او ۲۶ تنه یې له اقتصاد څانګي فارغ کړه

ددې سره ۲۱۵ تنه محصلین له ښووني او ورزني پوهنځی څخه وه، له کېمیا څانګي ۴۸ تنه چې ۱۳ یې ښځینه وې، له پښتو څانګي ۹۲ تنه چې ۸ یې ښځینه وې، له ریاضي ۶۲ تنه چې ۷ یې ښځینه وې او له فزیک څانګي ۱۳ تنه وه

هلمند پوهنتون ددې لویې او شاندارې غونډي پر مهال خپل هغه هڅاند او زیارکښه استادان او کارکوونکي هم وستایل چي شپه او ورځ یې په ډیرو کمو امکاناتو سره ددې پوهنتون د لا ودې په پار خولې توی کړي وې او دا کار د هلمند پوهنتون اداره هر کال ترسره کوي، ترڅو یې د ادارې روان ګړندی بهیر همداسي روان پاته سي