د کتابتون په اړه

د هلمند پوهنتون د کتابتون پیژندنه

کتابتون د محصلینو د علمي ظرفیت په لوړولو کي خورا مهم او ارزښتناکه رول لري، ځکه زیات محصلین کوښښ کوي ډېر وخت یې پر مطالعه تېر شي، چې د مطالعې کتاب ته اړتیا وي، له همدې امله د هرې علمي او اکاډمیکي ادارې لپاره کتابتون ته اړتیا ده، پر همدې بنسټ محصلین نسي کولای، چې یوازې دې پر لچکرونو تکیه وکړي، حتماً باید د هر درس او لکچر وروسته د اړوندې موضوع لپاره کتابونه ولټوي او د موضوع د ښه روښانولو په خاطر کتابتون ته مراجعه وکړي

د هلمند پوهنتون د جوړېدو څخه یو کال وروسته په ډېر ابتدایي ډول سره ددې پوهنتون لپاره کتابتون هم جوړ سو، طبیعي خبره ده پیل به له ستونزو ډک و خو د وخت په تېرېدو سره دا کتابتون نسبتاً یو ښه کتابتون سو. د ي کتابتون سره لاندي ارګانونو او کسانو د کتابونو برخه کي مرستي وکړې، د سي سي ای بوکس په نوم یوه ارګان کابو د ۹۵۷ ټوکه کتابونو مرسته وکړه، د افغانستان د علومو اکاډمی د ۳۵۰ ټوکه کتابونو او مجلو مرسته وکړه، د هلمند پوهنتون استاد عبدالمناف فردین د ۱۶۳ ټوکه کتابونو مرسته کړې، حکمت الله ښادمن د ۳۳ ټوکه کتابونو او د هلمند پوهنتون استاد عبدالصمدتوخي د ۳۱ توکه کتابونو مرستي کړي او باید یادونه وسي چي یوه زیاته اندازه له کتابون سره د هلمند پوهنتون د محصلینو له لوري د کتابونو مرسته سوې، چي اوسمهال ددې کتابتون د کتابونو او مجلو شمېر کابو ۴۵۰۰ زرو ته رسیږي، چې تقریباً ٪۷۰ سلنه د محصلینو او استادانو اړتیاوي پوره کوي

زموږ لاهم هڅه روانه ده ترڅو دا کتابتون لا غني کړو او هغه حد ته ورسیږو چې ٪۱۰۰ سلنه د محصلینو او استادانو د کتابونو برخه کې ستونزې حل سي

د هلمند پوهنتون ټول محصلین له وخت څخه چه کتابتون رامنځته سوی، نېغ په نېغه کتابونو ته لاسرسی لري او د یو منظم سیسټم له مخي هم کتابتون کي کتاب مطالعه کولی سي او هم یې له یوې ورځی څخه تر یوي اونۍ پوري کور ته له ځانه سره وړلی سي، چي د ډیټابیس له لاري هر هغه څوک چي کتاب وړي منظم ورپسې رسیږي اوبیرته  ځیني تسلیم کیږي

کله چي کوم محصل یا استاد کتاب وړي ټول مشخصات یې ډیټابیس کي رسیږي لکه: نوم، د پلارنوم، پوهنځی، څانګه او د وړلو نېټه. همدارنګه زموږ ټول کتابونه په ډیټابیس کي ثبت او راجسټر دي، هر کتاب په خپل پېژندنې سره لکه: د کتاب نوم، لیکوال، د چاپ کال او مسلسل شمیره سره ثبت دي، چي دې سره په ډېرې اسانۍ سره د کمپیوټر د یوې تڼۍ به کښېکاږلو ډیټابیس موږ ته د کتاب او محصل ټول مالومات راڅرګندوي

د هلمند پوهنتون چي تراوسه لا خپل اصلي ځای ته نه دی انتقال سوي،ځکه نو دلته مو کتابتون هم د ځای له تنګښت سره مخ دی، چي د هلمند پوهنتون اصلي ځمکي ته د تللو په صورت کي به د کتابتون دا ستونزه هم حل سي
له ملي سوداګرو، ټولنو او ګړو څخه هیله لرو، ترڅو د هلمند پوهنتون د کتابتون په غني کولو کي مرستي ونه درېغوي، چي دې سره به د افغان ځوانانو په ځانګړي ډول د هلمندپوهنتون د محصلینو ډېري ستونزي حل سي

د کتابتون څخه د کتاب د ترلاسه کولو طرزالعمل

  هغه محصلين  چي غواري د عمومي کتابتون څخه استفاده وکړي ، لاندي ټکي بايد په نظر کي ونيسي

د کارت جوړولو لپاره د کتابتون مديريت ته مراجعه وکړئ

د مديريت څخه د ثبت فورمه واخلئ ، د تذکرې څخه د فورمې د ډکولو وروسته ، فورمه د خپلي پوهنځي په رئيس او تدريسي مدير لاسليک او مهر کړئ ، وروسته دوې قطعې عکسونو اويوه د تذکرې کاپي کتابتون ته د کارت جوړولو لپاره راوړئ

کله چي کتابتون ته راځئ کارت به حتما درسره وي، بېله کارته کتابتون ته داخليدل جدا منع دي

د کتابتون په داخل کي د مطالعه کوونکو د هر ډول مزاحمت څخه په کلکله ډډه وکړئ

په کتابتون کي بې ځايه ګرځيدل، بې ځايه خبري کول، په لوړ اواز خندل،د مامورينو بې ځايه مزاحمت، کتابتون چټلول او اخلاقي اصول تر پښو لاندي کول جدا ممنوع او جرم دي

په کتابتون کي هر ډول نشه ئي توکو( سګريت، نسوار او د نورو مضر شيانو) استعمال جدا بند دي

د کتابتون ټولو خونو ته د داخليدو مخکي بايد خپلي څپلۍ او بوټونه وباسئ

کله چي تاسي خپل د خوښي وړ کتابونه په کتابتون کي پيدا کړل د ثبت او قيد لپاره ئې د کتابتون مديريت ته ور وړئ، د نه قيد په صورت کي ستاسو عمل غلا ګڼل کيږي او قانوني مجرم پيژندل کيږئ

هر کتاب د قيد د نېتې څخه د يوي هفتې د ګټي اخيستني په موخه وړلاي سئ ، تر يوه هفتې وروسته مکلف ياست چي کتابونه پر ټاکلي وخت کتابتون ته وسپارئ

تاسي کولاي سي د کتاب وخت دوه واره تمديد کړئ ، په هغه صورت کي چي نوموړي کتاب د بل محصل په کارنه وي او د توزيع مسول ئې تمديد لازم وګني

د کتابونو پاک او ښه ساتل ستاسي اسلامي، ملي او اخلاقي دنده ده

کتاب ضايع کول، پاڼي پاڼي کول، ځيرول او يا هم ليکنه پر کول ستاسي د اخلاقي ضعف ښکارندويې کوي او هم د جريمه کيدو سبب کيږي.د کتابتون په پاک ساتلو، د کتابتون په غني کولو کي تر هر چا مخکښ واوسئ.د کتابتون د لاښه خدمت او ښه والي لپاره خپل وړانديزونه او نيوکي راسره شريکي کړئ