ریاضي
د رياضي څانګي پیژندنه
په تېرو او اوسنیو پېړیو کي د هر علم او صنعت پرمختګ تر ډېره برېده په رياضياتو پوري اړه لري، کولای سو چي د پرمختګ پر درو تاریخي دورو وويشو، چي د پرمختګ دا هره دوره په خپل وخت کي عوج ته رسېدلې ده او بيا يې توقف کړی دی او وروسته يې بیاځلي خپل پرمختګ پیل کړی دی
د بشر علمي او تاریخي تجربې دا ښيي چي دهر علم مېزان او اغېزي د رياضي د علم له استعمال سره اړيکي لري، څرنګه چي ليدل کېږي چي رياضيات د مختلفو برخو څخه تشکیل سوې ده او هره برخه يې بېل او ځانګړي بحثونه لري
تاریخچه
رياضي څانګه د خپل اکاډمیک تاسيس سره چي ( په ۱۳۹۰ کال کي د هلمند پوهنتون د ښووني او ورزني پوهنځي په چوکاټ کي رامنځ ته سوې ده ) تر دې دمه يې د تدرېس چاري د تکړه کدرونو په واسطه پر مخ وړل کېږي ، چي د استادانو فعالیتونه يې عبارت دي له: د ریاضي مضمونونو تدریس، ژباړه، څېړنه، مسلکي لیکني او نور اړوند اکاډمیکي چاري سرته رسول
همدرانګه د تدريس زده کړي، مونوګراف ليکلو او سمینار جوړولو په برخه کي محصلینو ته لارښوونه کول، د رياضي په برخه کي د تکړه او فعاله ښوونکو روزل، د رياضي څانګي استادانو له دندو څخه ګڼل کېږي
دا چي رياضي څانګه په ۱۳۹۰ کال کي رامنځته سوې ده په لمړي ځل يې په ۱۳۹۴ کال کي ۴۰ تنه د رياضي مسلکي فارغین ټولني ته وړاندي کړل په همدې شان يې په دوهمه او دريمه دوره کي په ترتیب سره ۳۱ او ۵۹ تنه د رياضي مسلکي کدرونه او ښوونکي ټولني ته وړاندي کړل
رياضي څانګه دم ګړی (۱۳۹۷/۵/۲۲) پنځه تنه استادان لري چي درې تنه استادان يې ماسټران او دوه تنه يې د ماسټرۍ لپاره ايران هیواد ته د ماسټرۍ زده کړو لپاره ور پېژندل سوي دي، چي په لاندي جدول کي يې لنډه پېژندنه ذکر سوې ده
د رياضي څانګي مرام نامه د لوړو زده کړو وزارت په طرز العملونو، لایحوو، مقررو او قانون کي په کلي ډول ښکاره ده، د رياضي څانګي استادان د لایحوو مطابق مکلف دي تر څو تدريسي دنده، خپلي علمي او اکاډمیکي چاري د ټاکل سوو نورمونو مطابق په ښه توکه سرته ورسوي، تر څو وکولای سي ټولني ته د رياضي تکړه، مسلکي او معاصري تيورۍ سره اشنا ښوونکي وړاندي کړي
د رياضي څانګي وروستۍ موخه د ښووني او روزني پوهنځۍ د رياضي څانګي به برخه کي د مسلکي او وړ ښوونکو، استادانو او کدرونو روزل دي، تر څو د ښوونځۍ په منځنۍ او ثانوي دورو کي د ښوونکي او د ښوونکو د روزني په عالي مؤسسو او د ښووني او روزني پوهنځي په رياضي څانګه کي د کدري استاد په توګه د استادانو په توګه جذب سي
د رياضي څانګي د زده کړي عمومي موخي
رياضي يو پراخ، حیاتي او اړین علم دی چي انسان په خپل روزمره ژوند کي ډېره اړتیا ورته لري، حتی د ضرورت په اندازه د رياضي زده کړه د ټولني د هر فرد لپاره ضروري ده
پوهان وايي رياضي د علومو مور بللې ده او ځیني پدې عقیده دي چي څرنګه د اوړو لپاره د خمیر کولو لپاره خمیر مایه اړینه ده همدا شان د طبعي او ساینسي علومو د زده کړي لپاره رياضي زده کړه ضروري ده
دا چي افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چي زده کړي پکي د ليسانس تر کچي د دولت لخوا وړيا دي او له بله پلوه څرنګه چي څلورو ليسيزو پرلپسې جګړو د هیواد وادنیز او رغنیز بهیر ټکنی او له منځه وړی دی، همدا شان يې د هیواد مالي، اقتصادي او علمي برخي ته ډېر زیان اړولی دی، بناءً د افغانستان په ټولو پوهنتونو کي د رياضي په څانګه کي د لیسان تر کچي د رياضي مسلکي استادان او ښوونکي روزل کېږي
د رياضي څانګي د فارغینو د کارکولو ساحې
د افغانستان د پوهني وزارت په ټولو لیسو کي د رياضي د مسلکي ښوونکي په توګه جذبېدل
د هيواد په ټولو ساينس مرکزونو کي د رياضي د مسلکي غړي په توګه
د ښوونکو د روزني په مؤسسو کي د استاد په توکه دنده ترسره کول
د ښووني او روزني پوهنځي په رياضي څانګه کي د کدري استاد په توګه
د رياضي څانګي علمي پروګرامونه
ټول علمي پروګرامونه په ځانګړي توګه د تحصلي پلان پراختیا، انکشاف او تطبیق او د مرام او اهدافو مطابق د درسي موادو تطبیق
د وخت او اړتیا مطابق په تحصیلي پلان کي لازم بدلون راویستل او د نویو سرچینو ( انټرنيټ او نویو کتابو ) څخه ګټه اخيستل
د معاصري تيورۍ سره د اړوند مضمونونو لیکچرنوټونه برابرول
هڅه کوي تر څو د استادانو ليکچر نوټونه معیاري سي
همدارنګه د استادانو د علمي سطحي د لوړولو په موخه څانګړي تربيوي پروګرامونه په پام کي لري چي په لاندي ډول يې یادونه کولای سو
پيداګوژيک کورسونو ته د استادانو معرفي کول
د انکليسي ژبي زده کړي کورسونو ته د استادانو معرفي کول
د کمپیوټر زده کړي کورسونو ته د استادانو معرفي کول
د انټرنيت زده کړو کورس لپاره د استادانو معرفي کول
لنډ مهاله کورسونو ته د لوړ عمر لرونکو استادانو لېږل
د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره د استادانو لېږل
د رياضي په سمينارونو کي برخه اخیستل
استادان په ليکچرنوټو کي د نويو موادو څخه کار اخلي
د لیکچر نوټ سره د کورس پالیسۍ پاڼه ضمیمه وي
د معاصرو درسي موادو څخه کار اخیستل
په درس کي له سمعي او بصري وسایلو څخه کار اخیستل
د فارغه کېدونکو محصلینو لپاره د لارښود استا ټاکل
د استادانو له لوري علمي کنفرانسونه دایرول
د استادانو د علمي رتبې د ارتقاء په موخه د مقالو برابرول
د رياضي څانګي استادان د لاندي قوانینو تابع دي
د اسلامي او وظیفوي احساس له مخي د محصلینو او تدریس په وړاندي د مسؤلیت درک کول
منظمه او ښکلې حاضري لرل
په ټاکلي وخت ټولګي ته راتلل
د يو ښه درس لپاره ښه تیاری نيول
د امکاناتو په شتون کي پر درس ښه برلاسی او د درسي موادو برابرول
د سمعي او بصري وسايلو څخه کار اخیستل
له محصلینو سره ښه چلند کول
په زده کړه کي د فعالو ميتودونو څخه کار اخیستل
په تدریس کي د محصلینو د نظریاتو شریکول
په محصلینو کي ( پر ځان د باور) مادې ته وده ورکول
د اسلام د مبارک دين پربنسټ د ټولنیز ژوند او اخلاقي اصولو عامول
هر استاد مکلف دی چي د سمیستر په پيل کي د اړوند مضمون کورس پاليسي جوړه کړي او محصلینو ته يې توزیع کړي
هر استاد مکلف دی چي خپل سمیستر واره انفرادي عملیاتي پلان جوړ کړي