فریک

دفزیک څانګي پيژندنه

دفزیک څانګه دافغانستان داسلامي جمهوري دولت د فرهنګي پاليسيو په رڼا او د ملي انکشافي پلان له مخي د ځوان نسل د سالمي مسلکي ښووني اوروزني په موخه په ۱۳۹۲ لمريز کال چي د(۲۰۱۳)  میلادي کال سره سمون خوري  تأسيس او فعاليت يي پيل کړ

   د فزیک څانګي تخصصي مضمونونه عبارت دي له میخانیک ۱، میخانیک ۲، مالیکولي فزیک، برق ومقناطیس، اپتیک فزیک، اتوم وهسته فزیک، الکتروتخنیک فزیک، راډیوتخنیک فزیک، تجارب فزیک، دفزیک دتدریس عمومي میتود، د فزیک دتدریس خصوصي میتود، دفزیک دمسایلو حل، استرونومي .

لرلید

 دفزیک څانګه هڅه کوي تر څو د هیواد په سطه د فزیک د ښوونکو او څیړونکو په برخه کي تشو او ستونزو ته ممکنه د حل لاره پیدا او د هغه د لیري کولو لپاره مسلکي کادرونه وروزي

رسالت

د فزیک څانګه هڅه کوي تر څو ددې څانګي د محصیلینو او څیړونکو لپاره د هغوی د تحصیلي او څیړنیزو پروګرمونو د ښه پرمختګ لپاره په علمي،لابراتواري او ساحوي برخو کي لازمي اسانتیاوي رامنځته کړي

هدف

د فزیک څانګه هڅه کوي تر څو د ټکنالوژی د مناسب استعمال او جوړولو په برخه کي په کار پوه، ملي ګټو ته ژمن او په ځان بسیا کادرونه ټولني ته وړاندي کړي

فزیکي او تکنالوژي منابع

درسي ټولګي او لابراتوارونه د محصلینو بشپړه اړتیا پوره کولای نه سي

د استادانو د څیړونو لپاره مناسب ځای، مالي منابع او سامان الات شتون نه لري

د پوهنځی د تعمیر او سامان الاتو پوره ساتنه کیږي

پوهنځی د بیړني حالتونو لپاره لازم تدابیر نه لري

مالي منابع

پوهنځی مالي او بودوجه وي صلاحیت نه لري

ستراتیژیک پلان جوړ سوی دی خو د مالي منابعو نه موجودیت له امله عملي سوی نه دی

د کیفیت ارتقاع او پرمختګ

تجربه لرونکي استادان د ځوانانو استادانو سره هر اړخیزه همکاري لري

د علمي خوځښت لپاره هڅي رواني دي

په ټولنیزو او پرمختایي چارو کي برخه اخیستل

په دې برخه کي د پام وړ کړني نه تر سترګو کیږي. لکه د استادانو د لنډ مهاله بورسونو لپاره لیږل

لابراتوار فعاله دی خو مواد يي کم او ضرورت نه سي رفع کولای

مُهمي موندني

 د څانګي په سطحه مرام او هدف سته، چاپي بڼه يي موجوده ده

 ستراتیژیک پلان نهایي سوی دی

 د مالي ازادی نه درلودل

د مسلکي استادانو کمښت

 د تدریسي ټولګیو کمښت

ارزښتونه

 مسلکي او کادري لوړ کيفيت

د اسلامي اخلاقو او وطنپالي روحيه

 په کړنو کي شفافيت

 د فساد مخه نيول

 د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول