لمانځغونډي

د لاجورد د لاري اقتصادي، سياسي، امنيتي او ستراتيژيک ارزښت

نن چي د روان لمريز کال د مرغومي د مياشتي ۲۶ نيته او د چهارشنبې ورځ ده، د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د ((لاجورد د لاري اقتصادي، سياسي، امنيتي او ستراتيژيک ارزښت)) تر عنوان لاندي علمي کنفرانس داير سو. په ياد کنفرانس کي د هلمند پوهنتون د استادانو او محصلانو سربېره، محترم والي صاحب، امنيې محترم قومندان صاحب، بېلابيلو ادارو رئيس صاحبانو، کارمندانو، د خصوصي پوهنتونونو استادانو او محصلانو ګډون کړی وو د دې لويي سوداګريزي لاري پر هر اړخيز ارزښت يې خبل چمتو سوي علمي مقالي وړاندي کړي

د هلمند پوهنتون ورزشي کلب

د هلمند پوهنتون ورزشي کلب چې په نوي ساحه(۷۳ جریبه کیمپس) کې قرار لري، په ۱۹/۹/۱۳۹۷ نیېټه یو شمېر محصلان د ورزشي او مسلکي څانګو څخه فارغ کړل، په غونډه کې د هلمند ولایت مرستیال والي او د بېلابېلو ادارو ریسانو ګډون کړی و؛ د پوهنتون رهبري د محصلانو د مسلکي زده کړو تر څنګ دبدني روزني لپاره هم رنګارنګ پروګرامونه په لاره اچولي دي  او غواړي چې محصلان د مسلکي وړتیاوو ترڅنګ د هیواد په کچه، د سپورت په برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري.هغه چه وایي سلیم عقل په سالم بدن کي وي ځکه نو د هلمند پوهنتون مسؤلین په دي هڅه کي دي چه د تدریس تر څنګ د محصلانو لپاره تفریحي او ورزشي فضاء هم برابري کړي چه دا هڅه به د محصلانو په منځ کي موثرو زده کړو لپاره لاره همواره کړي.

د بشري حقونو اویایمه کلیزه ولمانځل سول.

په (۲۰\۹\۱۳۹۷) نیټه د هلمند پوهنتون په انګړکې د بشر د حقونو نړیواله ورځ ولمانځل سول، په دې غونډه کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ولایتي مسولین،د ولایت مقام محترم مرستیال والي مجاهد الله صفاري،د هلمند پوهنتون رئیس او د بېلابېلو ادارو ریسانو او استازو ګډون درلود .د غونډي په ترڅ کي د بشر دحقوقو اړوند بیلابل معلومات د ګډونوالو له لوري مطرح او هراړخیر بحث باندي وسو. رښتیا هم بشر د مخلوق تر ټولو عزتمند قشردی، چې برتري یې په اسماني نصوصو سره ثابته سویده ځکه نو باید په حق کي یي تیری ونسي.

د هلمند پوهنتون د اداري له لوري د محصلانو د ورځي لمانځغونډه جوړه سول

په ۲۷/۸/۱۳۹۷ هـ ل نیټه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د محصلانو د ورځي د یاد په موخه د نوموړي پوهنتون د رهبري پلاوي،استادانو ،اداري کارمندانو او محصلانو په ګډون غونډه جوړه سول،په یاده غونډه کي د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار محمد سورګل عبد الرحمن د خپل وینا په لړکي ددي ورځي د تاریخي قدامت او ارزښت په اړه مفصله وینا وړاندي کړل او د خپلي وینا په ترڅ کي يي محصلانو ته د هرراز خدمت او همکارۍ ډاډ ورکړ،د استادانو په استازیتوب یو تن استاد ښاغلي پوهنیار حمید الله حمیدي محصلانو ته په خپلودرسونو کي د ښه زیار او زحمت سپارښتنه وکړل،ددي غونډي په لړکي دمحصلانو په نمائینده ګي څوتنو محصلانو خپل چمتو سوي شعرونه او مقالي هم وړاندي کړي.د غونډي په پای کي د پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست له لوري دمحصلانو بیلابیل وړاندیزونه واوریدل سول چه په ترڅ کي ئي علمي مرستیال محصلانو ته د شته هرراز تدریسي او اداري ستونزو د حل ډاډ ورکړ .په پای کي دیوي دعا په ویلو سره یاده غونډه پای ته ورسیدل