مالي او اداري معاونیت

 

د اداري مرستیال پیژندنه

محمداغا فیاض د حاجي رازمحمد زوی چي په ۱۳۶۴ کال کي د هلمند ولایت په مارجه ولسوالی په کوچني ۱۱ بلاک کي زیږیدلی دی، لومړنۍ زده کړي یې د لښکرګاه مرکز کارته لګن په لیسه کي او ثانوي زده کړي یې د شهید انجنیر عبدالمتین په لیسه کي سرته رسولي دي، لوړي زده کړي یې د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د کیمیا په څانګه کښي په ۱۳۸۷ کال کښي پای ته رسولي دي

د هلمند پوهنتون د اداري معاونیت په اړه معلومات

اداري معاونیت چي د ۱۳۹۱ کال را پدې خوا د هلمند پوهنتون په تشکیل کښي د کار د ښه والي او پخپل وخت د خدماتو د ترسره کول په موخه ایجاد سوی دی، چي د خپل کاری اصولو له مخي مکلف دی چي د پوهنتون په ټولو ادارو برخو کي د پوهنځیو سره پوره همکاري او د اداري معاونیت اړونده ستونزو ته رسیده ګي او حل لاري ولټوي، اداري معاونیت د ټولو چارو د سرته رسولو لپاره د پوهنتون د مشرتابه سره د همږغۍ په اساس د سرته رسولو مسولیت لري
اداري معاونیت د ۱۳۹۱ کال را پدېخوا بیا تر اوسه په تشکیل کي لاندي تر لاس لاندي مدیریتونه لري چي هر یو یې پخپله برخه کي لازمي کړني او خدمتونه وړاندی کوي.
 د بشري سرچینو عمومي مدیریت
د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت
د ای ټي عمومي مدیریت
 د لیلیې عمومي مدیریت
 د محاسبې مدیریت
 د کتابتون مدیریت
د نوموړو مدیریتونو سربیره د هلمند پوهنتون خالي بستونه چي د معلوماتي تکنالوژۍ امریت، د پلان جوړوني عمومي مدیرت، د مالي او اداري چارو عمومي مدیرت او جندر عمومي مدیریت دي چي په تشکیل کي منظوري لري، د استخدام چاري یې شروع او ډیر ژر به پخپلو دندو کي د ازاد رقابت له لاري پیل وکړي
اداري معاونیت د دې چارو سربیره د هلمند پوهنتون د ټولو هغو پروژو چي هلمند پوهنتون کي پلي سوي دي، یا يې کار فعلا جریان لري او یا هم په نږدې راتلونکي کي يې چاري بشپړه کیږي د نطارت مسولیت لري، چي ځني یې په لاندي ډول سره یادولای سو
 د حج او اوقافو وزارت لخوا یو محراب مسجد چي د پروژې مطابق یې چاري بشپړه سوي دي
 د انجنیری پوهنځی تدریسي بلاک چی چاري یې ۱۵ سلنه بشپړه او نوری چاري یې رواني دي
د ښځینه محصلانو لیلیه بلاک او طعام خورۍ چي تقریبا چاري یې ۳۰ سلنه بشپړه سوي دي او لا هم نوري چاري یې په نورمال ډول سره مخ ته رواني دي
 د هلمند پوهنتون لپاره د یو ښه مجهز ادیتیوریم چاري چي د اعلان او داوطلبۍ پروسه یې بشپړه سوې ده په نږدې راتلونکی کي به یې چاري رسما شروع سي
 د هلمند پوهنتون د ۷۲ جریبه ځمکي د احاطوي دیوال چاري چي  د اعلان پروسه یې بشپړه سوې ده او نوري تدارکاتي چاري یې پاته دي چي  دهغه چارو تر بشپړه کولو ورسته به په کار پیل وکړي
اداري معاونیت د دې ټولو کړنو علاوه د خپل کلني پلان او هغه پلان چي د هلمند پوهنتون يې د خپلو ښو کړنو او پر وخت خدماتو لپاره ترتیبوي او چاري یې په اداري معاونیت پوري تړلي وي هم پخپله برخه کي سرته رسوي، او د خپلو کړنو راپور په منظم ډول د پوهنتون د رهبري اداري مجلس ته وړاندي کوي