هارتیکلچر

د هارتیکلچر څانګي  پیژندنه

هارتیکلچر څانګه د کرهڼي پوهنځی یوه اساسي څانګه ده، چي د میوو، سبو، ګلانو او زینتي نباتاتو دښه او با کیفیته تولید په خاطر وخت پر وخت ټولني ته علمي او تخصصي کادرونه روزي. د هلمند پوهنتون کرهڼي پوهنځی په چوکاټ کي هارټیکلچر څانګي خپل تخصصي او علمي فعالیت په ۱۳۸۹هجري لمریزکال کي را پیل کړی، تر دې مهاله نوموړي څانګي د بڼوالی په برخه کي (۷) دورې علمي کادرونه ټولني ته وړاندي کړیدي، اوس مهال یولس تنه کادري استادان لري، چي ددي جملې څخه یې څلور تنه استادانو په اړونده څانګه کي د ماسټرۍ زده کړي بشپړي کړیدي، څلور تنه استادان یې فعلاً دماسټرۍ زده کړو پروګرام په جریان کي دي اوپاته نوراستادان پدې هڅه کي دي، چي دماسټرۍ او دوکتورا زده کړو پروګرام پیل کړي

لرلید (Vision)

د لوړ کمیت او کیفیت لرونکو هارټیکلچري محصولاتو د لاسته رواوړلو په موخه مسلکي کادرونه و هیوادوالوته د اقتصادي پیاوړتیا لپاره وړاندي کوي

رسالت (Mission)

هارټیکلچر څانګه هڅه کوي، د سیمي په کچه پرمختللی او په عصري تکنالوژي سره سمبال علمي، تدریسي  او روزنیز ماحول رامنځته کړي، ترڅو څیړنیز او تحصیلي پروګراومونه یې محصلینو او کروند ګرو ته اسانتیاوي برابري کړي

هدف (Goal)

د هارټیکچر څانګي علمي او تدریسي فعالیتونه داسي معیاري کول، چي په لوړه سطحه علمي کادرونه وروزي، تر څو په ملي او سیمه یزه کچه اسلامي فرهنګ ته وفادار او د هیواد د کرهنیزي پراختیا وسیله وګرځي

ارزښتونه

مسلکي او کادري لوړ کیفیت

داسلامي اخلاقو او هیوادپالني روحیه

په کړونو کي شفافیت

دفساد مخه نیول