وترنري

د وترنری پوهنځی پیژندنه

د لوړو زده کړو وزارت اړوند هر تحصیلي نهاد باید  مرام نامه ولري تر څو یاده څانګه خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره په کار او فعالیت پیل وکړي او خپل اهداف تر لاسه کړي نو په همدې ترتیب سره  لومړی د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسه د ټولني د غوښتني سره سم د وترنری پوهنځی تاسیس سوه

د وترنري علومو پوهنځی د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣۹٢) لمريز کال کي تاسيس سوې، اوس مهال نوموړې پوهنځى یوازي د کلینک فعاله څانګه لري،  چي د کلینیک په څانګه کي د (۳) تنه رسمي استادانو او همدارنګه د پاراکلینیک په څانګه کي د (۱) تن رسمي استاد له خوا پکي شاوخوا (۲۳۴) تنو محصلانو ته تدريس کیږي

د وترنري علومو پوهنځی چي د پوهنتون اکاډميکه برخه تشکيلوي، اوس مهال  یوازي د کلينيک څانګه فعاله ده. ددې تر څنګ وترنري علومو پوهنځی په خپل چوکاټ کي د فعالیتونو د بهبود او پراختیا په موخه یو شمير کمېټې لکه: د کریکولم کمېټه، ازموینوکمېټه ، ستراتیژیک پلان کمېټه او د تضمین کیفیت کمیټه چي په مسلکي کادرونو سمبالي دي پکې فعالیت لري

لرلید (vision)

هلمند پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی به په راتلونکي کي يو نمونه او رهبري پوهنځی وي، د وترنرۍ محصلین د پرتلیزو زده کړو، څېړنو او بهرنيو فعاليتونو پر وړاندي په ټاکلې وترنري ساحه کي د غذايي موادو حفاظت، د صحت حفاظت او د تجارانو څخه ښې لاسته راوړنې د بشري منابعو له مخې تعينوي.    د وترنري علومو د پوهنځی تصور د بشري منابعو لپاره  پرمختګ دی، ترڅو په هیواد کي د يو باثباته پرمختګ لپاره په حيواني برخه کي ستراتيژي ولري، چي دغه برخه د بدحالت څخه ښه حالت ته د غذايي موادو او اجتماعي حفاظت په وسيله رهبري کړي

رسالت (Mission)

د هلمند پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی په ۱۳۹۷ کال کي ۲۶ تنه فارغان ټولني ته وړاندي کړه، تر څو خپلو مهمو اهدافو لکه حيواني روغتیا، توليد، او انساني روغتیا ساتنه د ښې زده کړي په وسيله لاسته راوړي. دا پوهنځی په راتلونکي کي مسلکي خلکو ته ضرورت لري، چي د خپلو نوښتونو په وسيله ملي او نړیوال معيارونه په مسلکي لحاظ سره پیاوړي کړي. پوهنځی کوښښ کوي چي په راتلونکو دوه کلونو کي ټولني ته د کار وړ مسلکي اشخاص وړاندي کړي، د عملي زده کړو لپاره کلینیک او لابراتوارونه ولري. چي زياته پاملرنه به د دغو مهمو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره کوي او دا په هغه وخت کي بریالي کېدای سي، چي موږ د بې کيفيته نورمونو موجوديت د هيواد په اطرافي سيمو کي کم کړو

 د محصلينو تحصیل تر څو د پوهنځی لپاره اوږد مهاله زده کوونکي او توليد کوونکي اعضا جوړ سي

په داخلي وترنري، عامي روغتیا، د دوا پېژندنه اواستعمال او په ساحه کي د علمي کادرونو د ظرفیت لوړول

د تشخيصي کلينيکي خدماتو او عامه پوهاوي پروګرامونو په وسيله په حيواناتو باندي ترحم او انسانانو د روغتیا برابرول

اهداف (Goals)

هغه اهداف چي په راتلونکي کي د هغې د لاسته راوړلو لپاره هيله مند يو، زمونږ دا اهداف په درې مهمو ټکو باندې متمرکز دي

د زده کړي په وسيله د سبا ورځي د رهبرانو روزل

د څېړني په وسيله دلاسته راوړنو وړاندي کول

د هیواد اقتصاد ته مثبت بدلون ورکول

د وترنري علومو پوهنځی به د هيواد لپاره په راتلونکي کي تر ټولو ښه مقايسوي پوهنځی وي