پښتو ادبیات

د پښتو څانګي پیژندنه

پښتوڅانګه په هلمند پوهنتون کي د لومړي ځل لپاره په (۱۳۹۰ هـ ش) کال د ښووني او روزني پوهنځی په چوکاټ کي جوړه سوه چي تر (۱۳۹۵هـ ش) کال پوري یې دوه دورې   ډېر تکړه او بااستعداده فارغین ورکړي چي په دولتي او خصوصي ادارو کي په کار مصروف دي او همدارنګه یې په (۱۳۹۳ هـ ش) کال په درېم ټولګي کي د عالی دارالمعلمین فارغین د یوې ځانګړي ازمویني له مخي داخل کړل

 د پښتو څانګي اختصاصي مضامين 

فونولوژي، مورفولوژي، نحوه، ادب تاریخ، لیکوالي، ژبپوهنه، ادبپوهنه، لغات پوهنه، متون، وزنپوهنه، بیان، بدیع،قافیه پوهنه، ګړدود پوهنه.

د پښتو څانګي مسلکی مضامين

د پښتو څانګي مسلکې مضامین عبارت دي له: عمومي روان پوهنه، انکشافي روانپوهنه، تربیتي روانپوهنه، د تعلیم او تربیې اساسات، د تدریس عمومي میتود، تربیتي ارزونه، تربیتي اداره، تعلیمي تکنالوژي او د موادو برابرول او تدریس اموزي

د پښتو څانګي عمومي مضامين

کمپیوټر، انګلیسي، عربي، اسلامي ثقافت، دری، چاپیریال ساتنه، ټولنپوهنه او معاصر تاریخ

لرلید

 دهلمند پوهنتون، دښووني او روزني پوهنځي اوپښتو څانګي رهبري ، اداري هيئت  اواستادان په دې عقيده دي چي دهلمند پوهنتون ، دښووني او روزني پوهنځی خصوصاً د پښتو څانګه به په هلمند  پوهنتون کي په يوه مطمئینه څانګه بدله اولوړ حيثيت به تر لاسه کړي، تر څو د هیواد په سطحه دپوهنتونونو، دارالمعلمینو او مکاتبو تکړه او برجسته استادان او په تحقیقي او عملي برخو کي په کار پوهه اومسلکي کادرونه وروزي او ټولني ته ئې د چوپړ اوخدمت په منظور وړاندي کړي. او له دې لاري به په هيواد کي د بېکارۍ کچه ټيټه او د هيواد په پرمختيا او دپوهنتونونو ، دارالمعلمینو اومکاتبو دتدریسی چارو په پياوړتيا کي به ډېر موثر او روښانه رول ولوبوي. پښتو څانګه به په خپل اړوند مسلک کي  د افغانستان د پرمختیا، پراختیا او ضرورتونو ځواب ویونکې وي . ملي عنعناتو او د اسلام مقدس دین ارشاداتو ته احترام کوي

رسالت

په ملي او نړیواله کچه د اړتیا و پربنسټ د سپېڅلي ښووني او روزني د زده کړې وړاندي کول چي  ادبیات وکولای سي  اوسنۍ وضعي ته مثبت بدلون ورکړي. په پښتو ځانګه دداسي علمي برنامو رامنځته کول چي دلوړ کیفیت تدریس او تحقیق تضمین کړي، غوره خدمات وړاندي کړي د داسي کادرونو روزنه چي په اجتماعي پرمختګ او ملت جوړنه کي ګټور تمام سي او د هیواد په ثبات او استحاکم کي مثمر تمام سي. دپښتو څانګه د نورو تحصيلي څانګو ترڅنګ هلي ځلي کوي تر څو د زده کړي ( تحصيل )، او څيړنو يو پرمختللي ماحول چي په پرمختللي او عصري تکنالوژي سره سمبال او د علمي، تدريسي او اداري پرسونل د ورځنيو چارو د ښې اجرا او د محصلانو د زده کړي لپاره ټول سهولتونه پکښي موجود وي، رامنځته کړي، تر څو د زده کړو داسي يو مرکز وي چي په هغه کي ټول اکاډميکې آسانتياوي لکه معلوماتي اسانتیاوي، کتابتونونه او نوي چاپ سوي کتابونه موجود وي، يعني د پښتو څانګي  د زده کړي او څيړنو ټول امکانات درلودل، چي ټول پرسونل ورته رسيده ګي ولري، دڅانګي  لومړني او اساسي رسالت تشکېلوي. او هم د نوي او پرمختللي تکنالوژي څخه د استفادې او استعمال لپاره وړ د لوړو زده کړو کادرونه چي ملي حيثيت ولري، موجود وي

موخې

په ژبو او ادبیاتو کي د مسلکي ظرفیتونو روزنه او ټولني ته استخدام
په اسلامي او ملي روحیه د محصلینو روزل
د پښتو ژبي، فرهنګ او ادب څخه ځان خبرول
د افغانستان د لوړو زده کړو ستراتیژیو ته ژمنتیا
په مسلکي او علمي موضوعاتو کي د ملي کلتور خوندي ساتنه اوبډاینه
د سیمینارونو او کنفرانسونو دايرول او د انساني سرچینو د ظرفیت لوړول
د څانګي په سطحه د یوې ادبي، مسلکي او تاریخي نوي مجلې تاسیس
د هیواد او د ادبیاتو له تاریخ سره د محصلینو بلدتیا
په هیواد کي د پوهي سطحه لوړل
د ملي او بین المللي فرهنګي او ادبي آثارو د ارزښت سره د محصلینو آشنایي
ادبیات یواځې د تفریح وسیله نه ده بلکي د پښتو ادبیاتو څانګه ژمنه ده، چي د هیواد په کچه سیاسي، ټولنیز، اجتماعي او نورو برخوکي مثبت بدلون راولي
د هغه اسنادو او تاریخي شواهدو پېژندل، چي د پښتو ژبې اصل او منشا ټاکي
پښتو ژبې ته دیوې نړیوالي ژبي په توګه رشد ورکول
محصلینوته د هیواد څخه بهر د زده کړو زمینه
فارغ محصلینو ته په دولتي او غیر دولتي ادارو کي د کار زمینه

غوره ارزښتونه

اسلامي روحیه
انساني کرامت
ملي ګټي
ادارې ته وفاداري
صداقت
مسلکي کېدنه