ښوونه اورزنه

د پوهنځی  پيژندنه

د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي د ښووني او روزني پوهنځی په (۱۳۸۸ هـ ش) کال کي منظور او په (۱۳۸۹ هـ ش) کي په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکي چاري د شپږو څانګو (کیمیا، پښتو، ریاضي، فزیک، بیولوژي، انګلیسي) په منظوري سره پیل کړي دي. د پوهنځي تدریسي چاري په (۱۳۸۹ هـ ش) کال د سنبلي میاشتي په شپاړسمه نېټه د کیمیا څانګي په فعاله کېدو سره پیل سوي دي. په همدې ترتیب په (۱۳۹۰ هـ ش) کال کې د پښتو او ریاضي څانګې فعالي سوي دي. همدارنګه په (۱۳۹۲ هـ ش) کال کې د فزیک څانګي هم خپل فعالیت پیل کړ.له نیکمرغه  د بیولوژي څانګي هم تر دریم ټولګي پوري خپل محصلان را ورسول او انګلیسي څانګه به په راتلوونکي کي په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړي

اوسمهال د ښوونې او روزنې پوهنځی شاوخوا (۷۱۶) تنه زده کړیالان لري، چې له دې جملې څخه (۵۵) تنه اناث ،( ۱۹۹) لیلیه او (۶۶۱) تنه یې ناریه دي،چې د (۳۱) تنو رسمي استادانو له خوا یې د تدریس چاري پرمخ بيول کېږي او ترڅنګ یې (۲) تنه اداري کارکوونکي لري

د ښووني او روزني پوهنځی اداري او خدماتي کارکوونکي   

لرلـــــــيد

د لوړو زده کړو او پوهنتوني معیارونو او کړنلارو اړوند د درسونو معیاري کول د اکادمیکو او اداري کړونو لا قوت، د ټولو داخلي پوهنتونونو او ورته پوهنځيو سره په درسي، اداري او اکاډ میکو چارو کي مثبته سیالي او ټولني ته په پوره اړوند مسلک سمبال ځوانان وړاندي کول

رســـــــالت

د پوهنځي علمي او اکاډمیک فعالیت لپاره د مناسب علمي او درسي چاپیریال چمتو کول، زده کړیالانو لپاره تفریحي او سپورټي زمیني او سهولتونه برابرول او په ټولو علمي، اداري او ټولنیزو چارو کي ځانګړي کړني  تر سره کول

مــــــــوخه

د علم او  پوهي انتقال په اغیزناکه ډول ترسره کول، ټولني ته په وړتیا او علم سمبال ځوانان وړاندي کول. ساینس، ټکنالوژۍ داخلی او نړیوالو ژبو ته قوت ورکول، په اداري چارو کي نظم او مناسبه چټکتیا را منځته کول