کلینیک

د کلینیک څانګي پیژندنه

دا چي د وترنری پوهنځی ډېر اړین مسلک دی، په ځانګړي ډول د افغانستان په ټولو برخو کي، ځکه چي هر وکړی یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورسره اړیکه لري، د دوی د مسلکي کولو لپاره یوازینۍ لاره همدا ده، تر څو په مسلکي ډول وروزل سي او له مالداری څخه پوره ګټه پورته کړي، یعني دا چي د عادي بزګرانو او مالدارانو پیاوړي کول، چي څومره په مسلکي ډول سرته ورسیږي، په هماغه اندازه د یوې ټولنې روغتیایي او اقتصادي برخي مخ پر وړاندي ځي، چي د هیواد حالت ته یو مثبت تغیر ورکولی سي، دلته یې بیلګی په لاندي ډول دي

که یو غیر مسلکي شخص فارم او مالداري ولري خو هغه په خپله د ګټي او تاوان اټکل نسي کولی او په دې هم نه پوهیږي، چي د ښه تولیداتو د لاسته راوړلو لپاره  د کوم میکانیزم څخه کار واخلي ترڅو په لږ وخت کي ډېر عایدات لاسته راوړي خو که دغه شخص په مسلکي ډول سره وروزل سي نو په لږ وخت کي به د نوموړي مالداری ډېر پرمختګ کړی وي او ډېره ګټه به یې ترلاسه کړې وي

دا چي وترنري طب د طبابت یوه څانګه ده او ټولنه ورته له هرڅه څخه ډېره اړتیا لري، تر څو حیواني او انساني ناروغۍ کنټرول سي او د هیواد وګړي له دې ستونزو څخه په امان کي سي. د بېلګي په ډول

یو شمیر داسي ناروغی دي، چي د حیواناتو او انسانانو تر منځ شریکي دي (Zoonosis Diseases) چې د ډېرو حیواني ناروغیو څخه انسانان هم په خطر کي دی او حتی خپل ژوند یې له لاسه وړکړی دی نو د وترنری د مسلکی اشخاصو په واسطه نوموړې ناروغي پیژندل کیږي او په ټولنه کي یې د کنټرول مختلفی لاري چاري په کار اچوي او وګړي له دې خطرناکي ستونزي څخه ژغورل کیږي

د وترنری پوهنځی هره څانګه د بیلابیلو اهدافو په درلودلو سره مختلف فعالیتونه سرته رسوي، چي د کلینیک څانګه ځيني فعالیتونه په لاندي ډول ذکر سوي

د کلینیک څانګې مسلکې اشخاص په کلینیکونو کې د ډاکټر په صفت کار کوي

 د مختلفو کلینیکي ناروغیو د تداوی کولو دنده پرمخ وړي

په ټولنه کي د ناروغیو د خپریدو څخه مخنیوی کوي

د حیواني او انساني ګډو امراضو په کنټرول او له منځه وړلو کي رول لري

د دوا په تطبیق او دوز په کنترول کي رول لري

په عملیاتي (جراحی) شکل ناروغی تداوي کوي

تصور (vision)

د وترنري علومو پوهنځی کلینیک څانګه به په راتلونکي کي يوه مجهزه او پرمختللې څانګه وي، د وترنرۍ محصلین د مقايسوي زده کړو، تحقيق او بهرنيو فعاليتونو پر وړاندي په ټاکلې وترنري ساحه کي د حیواني او انساني روغتیا حفاظت او د تجارانو څخه ښې لاسته راوړني د بشري منابعو له مخي تعينوي

د وترنري علومو د پوهنځی تصور د بشري منابعو لپاره  پرمختګ دی، ترڅو په هیواد کي د يو باثباته پرمختګ لپاره په حيواني برخه کي ستراتيژي ولري، چي دغه برخه د بدحالت څخه ښه حالت ته د غذايي موادو او اجتماعي حفاظت په وسيله رهبري کړي

رسالت (Mission)

د هلمند پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی په ۱۳۹۷ کال کي ۲۶ تنه فارغان ټولني ته وړاندي کړه، تر څو خپلو مهمو اهدافو لکه حيواني روغتیا، توليد، او انساني روغتیا ساتنه د ښې زده کړي په وسيله لاسته راوړي. دا پوهنځی په راتلونکي کي مسلکي خلکو ته ضرورت لري، چي د خپلو نوښتونو په وسيله ملي او نړیوال معيارونه په مسلکي لحاظ سره پیاوړي کړي. پوهنځی کوښښ کوي چي په راتلونکو دوه کلونو کي ټولني ته د کار وړ مسلکي اشخاص وړاندي کړي، د عملي زده کړو لپاره کلینیک او لابراتوارونه ولري. چي زياته پاملرنه به د دغو مهمو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره کوي او دا په هغه وخت کي بریالي کېدای سي، چي موږ د بې کيفيته نورمونو موجوديت د هيواد په اطرافي سيمو کي کم کړو

   د محصلينو تحصیل تر څو د پوهنځی لپاره اوږد مهاله زده کوونکي او توليد کوونکي اعضا جوړ سي

په داخلي وترنري، عامي روغتیا، د دوا پېژندنه اواستعمال او په ساحه کي د علمي کادرونو د ظرفیت لوړول

د تشخيصي کلينيکي خدماتو او عامه پوهاوي پروګرامونو په وسيله په حيواناتو باندي ترحم او انسانانو د روغتیا برابرول

اهداف (Goals)

هغه اهداف چي په راتلونکي کي د هغې د لاسته راوړلو لپاره هيله مند يو، زمونږ دا اهداف په درې مهمو ټکو باندې متمرکز دي

د زده کړي په وسيله د سبا ورځي د رهبرانو روزل

د څېړني په وسيله دلاسته راوړنو وړاندي کول

د هیواد اقتصاد ته مثبت بدلون ورکول

هغه اهداف چي د هغې د لاسته راوړلو لپاره کوښښ ضروري دی (Aims)

دغه اهداف به مونږ سره د هغو مسايلو په لاسته راوړلو کي مرسته وکړي، کوم چي په ملي اقتصاد او تکنالوژيکي اهدافو باندي اثر لري

د مسلکي او تخنيکي خلکو روزنه کوو چي په راتلونکي کي د مالدارۍ، چرګانو روزني او نورو حيواناتو په توليد باندي اثر لري او همدارنګه د هغو مسايلو رهبري کوو چي د مالدارۍ د پرمختګ، پولټري او اړونده فابريکو د پیاوړي کیدو باعث ګرځي

د اطرافو او ښارونو د نفوذ د ټولنیزوالي حالت پرمختګ، چي په پایله کي د حيواني محصولاتو پیاوړي کول رامنځته کوي

د حيواني سکتور په مختلفو برخو کي د زده کړي، څېړني او نوي تکنالوژۍ د تقويې لپاره د نړیوالي مرستي ترلاسه کول