کیمیا

د کيمیا څانګي پیژندنه

د ښووني او روزني پوهنځی په لومړني تشکیل کي چي  (۱۳۸۹ هـ ش) کال کي منظور او په همدې کال کې یې په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکي چاري د کېمیا څانګي په فعالیدو سره پیل سوې. د کیمیا څانګي تدریسي چاري په (۱۳۸۹ هـ ش) کال د سنبلې میاشتي په شپاړسمه نېټه سره پیل سوي دي، چي نوموړي څانګي د لومړي دورې فارغین په ۱۳۹۳ کال کي ۴۱ تنه محصلین فارغه کړل او په همدې ترتیب سره یې دوهمه دوره په ۱۳۹۴ کال کي ۳۴ تنه فارغه، دریمه دوره کي یې په ۱۳۹۵ کال کي ۴۳ تنه چي یوه یې ښځینه محصله وه فارغه، څلورمه دوره یې په ۱۳۹۶ کال کي ۴۷ تنه چي ۱۱ تنه یې ښځینه محصلیني وې فارغه او همدارنګه پنځمه دوره فارغین یی په ۱۳۹۷ کال کي ۴۹ تنه چې ۱۳ تنه یې ښځینه محصلیني وې فارغه کړل، چي ټولټال یی ۲۱۳ تنه چي ۲۵ تنه یی ښځینه محصلیني دي فارغه کړي دي

د کېمیا څانګه اوسمهال د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کي محصلین په څلورو ټولګیو کي لري، چي له دې جملې څخه ۱۴۵ تنه نارینه او ۵ تنه یې ښځینه محصلین دي او همدارنګه د څلورو تنو استادانو لخوا ورته تدریس کیږي، چي په څلورو تنو استادانو کي یې یو تن استاد ماستر او درې تنه یې لیسانس دي، همدارنګه یو بست یې اعلان سوی دی، چي یو تن استاد به مقرر سي، چي جمله پنځه بسته کیږي

                                                                                             :د کیمیا څانګي د استادانو نوملړ په لاندي ډول دي

لرليد

د کېمیا څانګه به د افغانستان او سیمي په کچه یوه معیاري څانګه وي، دا څانګه به د ټولني د اړتیاوو وړ مواد د نوو څیړنو پر بنسټ وړاندي کوي او همدارنګه د کېمیاوي علومو په مختلفو برخو کي به کادرونه روزي

 رسالت

 د کیمیا څانګه هڅه کوي چي د یو داسي علمي او اکاډمیک چاپیریال جوړ کړي، چي زده کړي او څيړني یې په ملي او نړیواله کچه منلي او معیاري وي

 موخه

د څانګي ټول علمي او اداري فعالیتونه داسي معیاري کول، چي څانګه وکولاي سي په ښه کیفیت سره عملي کادرونه وروزي چي اسلامي ارزښتونو او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي