HULT PRIZE

HULT PRIZE هغه نړیوال بنسټ دی چي د نړۍ د مختلفو هیوادونو د پوهونتونونو زده کړیالان په  رقابتي شکل د نړیوالو لویو ستونزو د حل لارو د  پیدا کولو، او د نړیوال تجارت د پرمختګ لپاره د نويو او اغېزمنو نظریاتو د منځته راوړلو لپاره هڅوي. دا بنسټ کلونه مخکي  د همدې ادارې د اوسني اجرایوي مدیر Ahmad Ashkar په واسطه منځته راغی چي د International Business School لخوا يې حمایت او کوربه توب کیږي. همداراز مالي مسولیت یې په زیاته اندازه د سویډن هیواد څخه د Bertil Hult  کورنۍ او ځینې نور نړیوال مرستندویه بنسټونه په غاړه لري. . دا نړیوال بنسټ شاوخوا ۲۵۰۰ ګمارل سوي او داوطلب کارکوونکي لري چي د مختلفو هیوادونو څخه ورسره په مستقیم ډول، او ځیني يې په انلاین ډول فعالیت لري. Hult Prize  شاوخوا په یوه لسیزه کي تر ۵۰ زره امریکایي ډالر پدې برخه کي په کار اچولي او زیات و کم د ۱۰۰ هیوادونو څخه یې  یو میلیون کسان د تجارت په اړه د نوي نظریاتو، او همدارنګه د نړۍ د لویو ستونزو لپاره د حل لارو پیداکولو ته هڅولي دي. دا بنسټ د ملګرو ملتونوسازمان سره مستقیماً په رابطه کي دی او مختلفې څانګې لري چي تر ۱۵۰ د زیاتو هیوادونو په زرګونو  زده کوونکي پکښې هر کال برخه اخلي. موخه دا چي HULT PRIZE بېلابیلي برخې لري، نو ځکه یې اهداف هم مختلف دي. د مثال په ډول د نړیوال تجارت د پرمختګ لپاره د نوي نظریاتو راټولول، د نړۍ د مختلفو او یو بل څخه واټن لرونکو سیمو د خلکو تر منځ په نړیواله کچه اړیکې منځته راوړل، د نړۍ د لویو او کړوونکو ستونزو لپاره د مناسبو حل لارو پیداکول، د مختلفو پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د نړیوالو مسابقاتو تر سره کول او داسي نور…  . د HULT PRIZE د مختلفو برخو څخه پر ON CAMPUS PROGRAM  باندي تمرکز کوو. دا پروګرام د نړیوالو سیالیو پیل دی چي په هر برخه اخیستونکي پوهنتون کي مخته وړل کیږي. ددې پروګرام لپاره ډایرکټر ټاکل کیږي چي د مرکزي ادارې سره په اړیکه کي وي او د ترتیب د کمېټې جوړول، د داورانو یوه ډله جوړول( چي لږ تر لږه باید درې غړي ولري)، په سیمه او شاوخوا کي د ټولنیزو رسنیو، خبرپاڼو، مقالو یا معلوماتي غونډو په جوړولو سره پدې اړه معلومات خپرول او ځینې نور فعالیتونه د ON CAMPUS DIRECTOR مسولیتونه دي. د CAMPUS DIRECTOR د ټاکل کېدو وروسته د ترتیب کمېټه او د داورانو یوه ډله جوړیږي. د ترتیب کمېټه د پیل د ازموینو په پلان او ترتیب کي رول لري، او د داورانو ګروپ د علاقه مندو محصلینو څخه د ازموینې په اخیستلو سره یو پنځلس کسیز د مخکښو زده کوونکو ټېم جوړوي. د مرکز د پلان او ټاکلي نېټې سره سم، د سیمې په کچه د دویمې سیالۍ ګټونکي اشخاص د نیمه پایلوبې سیالیو ته وړ ګرځي او په پایله کي ددې سیالۍ ګټونکي ددې فصل دمسابقاتو په FINAL ROUND یا وروستۍ مرحله کي برخه اخلي او د ګټلو په صورت کي د نړیوالې ټاکل سوي جایزې (USD 1 MILLION) مستحق ګرځي. د Hult Prize  برنامې سره د هلمند پوهنتون د معرفت: هلمند پوهنتون د ددې برنامې سره د همدې پوهنتون د علمي او محصلانو چارو د معاونیت د هدایاتو پر اساس د پرلیکه (انلاین) نوم لیکنې (راجسترېشن) د مسلسلو مراحلو په تر سره کولو سره ثبت او ددې برنامې یو ګډون کوونکی پوهنتون وګڼل سو. علمي او محصلانو چارو د معاونیت د ازموینې او په انګلیسي ژبه کي د مهارت د لرلو پر اساس ښاغلی احسان الله رښتین، د Hult Prize برنامې د مرکزي څانګې د سایټ سره د پروسې ډایرکټر وټاکل سو.